پنجشېر پریان ولسوالۍ کې د زمردو ۴۰ نوي کانونه کشف شوي

پنجشېر پریان ولسوالۍ کې د زمردو ۴۰ نوي کانونه کشف شوي افغانستان
زمرد

د پنجشېر کانونو او پټرولیم رئیس مولوي قاسم امیري وايي، چې د دې ولایت پریان ولسوالۍ کې د زمردو ۴۰ نوي کانونه کشف شوي دي.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان له دې وړاندې حریت راډيو سره مرکه کې ویلي و، چې پنجشېر ولایت کې د زمردو ۱۰۰۰ کانونه تثبیت شوي دي، چې ۳۸۰ معدنونو ته جواز ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې همایون افغان همدارنګه زیاته کړې وه، چې د پنجشېر ۳۸۰ معدنونو کې شاوخوا ۸ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تړلي موضوعات