بدخشان کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې ۴ تنه عمله کابل ته رانتقال شوه

بدخشان کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې ۴ تنه عمله کابل ته رانتقال شوه افغانستان
بدخشان کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې ۴ تنه عمله کابل ته رانتقال شوه

د ا.ا.ا  ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې بدخشان کې د لوېدلې جټ ډوله روسۍ شخصي الوتکې ۴ تنه عمله کابل ته انتقال شوي.

د ښاغلي مجاهد پر اېکس پاڼه خپرو شوو وېډیو ګانو کې لیدل کېږي، چې د یادې پېښې څلور تنه ژغول شوي روسي وګړي د اسلامي امارت یوه پوځي چورلکه کې له بدخشان کابل ته انتقال شوي.

ښاغلی ویاند زیاتوي، چې ژغورل شویو کسانو ته لومړنۍ او عاجلې مرستې رسېدلې دي.

یاده الوتکه چې وړمه ورځ د بدخشان د کوف آب ولسوالۍ ارزکو سيمه کې غورځېدلې وه، د اسلامي امارت د هوايي ځواک د ژغورونکي ټيم له لورې موندل شوې ده.

مسؤلین وايي، چې دغه الوتکه کې ۶ تنه سپاره وو، چې ۴ تنه یې ژغورل شوي او دوو تنو نورو یې ژوند له لاسه ورکړی، چې د هغوی جسدونه به هم کابل ته انتقال شي.

د یادونې ده، دغه الوتکه چې د یوه روسي شتمن پورې اړوند ده او له تايلينډ هېواده یې پرواز کړی و، د هند او تاشکند له لارې روسیې ته پر لاره وه، چې وړمه شپه ماښام مهال ۷ بجې د تخنیکي ستونزې له امله له خپل مسیر څخه په انحراف د افغانستان هوايي قلمرو ته داخله شوې او را نسکوره شوې ده.


تړلي موضوعات