ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ۴۰۰ کیلو خام چرس نیولي

ننګرهار کې سرحدي ځواکونو ۴۰۰ کیلو خام چرس نیولي افغانستان
تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي

د هېواد په ختیځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وایي، سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت د سپين غر ولسوالۍ په مامندرې خاوري سیمه کې دوه تنه له ۴۰۰کیلو ګرامه خامو چرسو سره نیولي دي. 

ښاغلی محمدي زیاتوي، چې دغه کسان د دې قول اردو اړوند د عبدالله بن زبیر رض لومړۍ سرحدي لواء مجاهدینو له لوري د کشفي راپورونو پر اساس نیول شوي دي. 

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې نیول شویو کسانو غوښتل دغه اندازه نشه یې توکي له ډیورنډ فرضي کرښې څخه پورې غاړي ته قاچاق کړي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

تړلي موضوعات