روان کال کې نږدې څلور زره موټرو ته ټرانسپورټي اسناد وېشل شوي

روان کال کې نږدې څلور زره موټرو ته ټرانسپورټي اسناد وېشل شوي افغانستان
هره ورځ په منځني ډول ۸۰ موټرو ته ټرانسپورټي اسناد وېشل کېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لورې په روان ۱۴۰۲ ل کال کې ۳ زره ۸۰۰ ښاري بسونو او ټکسي موټرو ته برېښنايي کارت او ټرانسپورټي کتابچې وېشل شوې دي. 

د یاد ریاست د مسئولینو په خبره د اسنادو ویش پروسه په نور مال ډول دوام لري او هره ورځ په منځني ډول ۸۰ موټرو ته ټرانسپورټي اسناد وېشل کېږي.

تړلي موضوعات