تېره ورځ یې ۵۸قلمه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول کړي
د خوړو او درملو ملي اداره وایي، له خوراکي توکو څخه د څارنې ټیمونو تېره ورځ په کابل ښار کې ۵۸ قلمه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول کړي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه خوراکي توکي یي د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند څلورمې او درېیمي کارته پل سرخ څلور لارې سیمو کې د خوراکي توکو له ۱۱سوپر مارکیټونو او ۸ پلورنځیو څخه د څارنې پر مهال راټول کړي دي.
دغې ادارې ویلي، ترلاسه شوي خوراکي توکي یي د له منځه وړلو په موخه د خوړو او درملو ملي ادارې ته انتقال کړي.
همدا راز په یاده څارنه کې د خوراکي توکو پلورنځیو مسئولینو ته لازمې او اړینې توصیې او سپارښتنې شوې، تر څو خپل سوپر مارکیټونه، کارخانې او ګدامونه په عصري او پرمختللي ډول ترتیب او تنظیم کړي.