واشنګټن پوسټ: د اسرائیلو دفاعي سیسټم به له دوو اونیو په لنډ وخت کې له منځه لاړ شي
امریکایي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران پرلپسې راکټي بریدونه که څو ورځې دوام وکړي د اسرائیلو دفاعي سیسټم به یې تر راتلونکو دوو اونیو د خپله دفاعي وړتیا په بشپړ ډول له لاسه ورکړي.
واشګټن پوسټ ویلي، که امریکا له اسرائیو خپله مرسته وسپموي د اسرائیلو دفاعي سیسټم به راتلونکو ۱۲ ورځو کې صهیونیستي رژیم له توغندیو څه نا څه وساتي.
په ورته مهال د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې په اسرائیلو یې «فتاح» په نوم توغندیو بریدونه کړي، چې د اسرائیلو له دفاعي سیسټم په بریالیتوب تېر او په خپلو اهدافو لګېدلي.
سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې چې ایراني رسنیو نشر کړې لیکلي، د عملیاتو په ۱۱مه څپه کې له وعده صادق ۳ توغندیو هم استفاده شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، د چهارشنبې شپې بریدونو وښودله چې ایران پر اشغالي سیمو بشپړ تسلط پیدا کړی او اشغالګر د توغندیزو بریدونو پر وړاندې بې دفاع شوي.