د راتلونکي مالي کال لپاره د نویو پرمختیايي پروژو د ټاکنې او لومړیتوب ورکونې غونډه وشوه

د راتلونکي مالي کال لپاره د نویو پرمختیايي پروژو د ټاکنې او لومړیتوب ورکونې غونډه وشوه افغانستان
وړاندې شوو ۱۱۴پروژو له ډلي يې ۲۶ تائید او پاته نوري یې راتلونکې غونډي ته ځنډول شوې

مالیې وزارت حریت نیوز ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه، چې د دغه وزارت پالیسۍ معینیت د عامه پانګوني ریاست د پروژو د ارزونې کمېټې له لوري ترسره شوې پکي د بودیجوي واحدونو د پرمختيايي پروژو په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چي یادې کمېټې ته د وړاندې شوو ۱۱۴پروژو له ډلي يې ۲۶ تائید او پاته نوري یې راتلونکې غونډي ته ځنډول شوې؛ ترڅو یې په اړه کافي معلومات راټول او وڅېړل شي.

د سرچینې په خبره، چې د بودیجوي واحدونو ټولې نوې پراختيايي پروژې لومړيتوبونو ته په کتو له پانګونې وړاندې د ارزوني کمېټې لخوا ارزول کېږي او د لومړیتوب ورکونې او ټاکنې پروسه یې ترسره کېږي.

تړلي موضوعات