هغه درې تنه ونیول شول چې د یوه هېوادوال ويښتان یې قیچي کړي و

هغه درې تنه ونیول شول چې د یوه هېوادوال ويښتان یې قیچي کړي و افغانستان
نیول شوي کسان

د خوست امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې هغه امنیتي منسوبین ونیول شول، چې خپلسري ډول یې د یوه ځوان د سر او برېتو ویښتان قیچي کړي و.

مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې یاد نظامي کسان د خوست امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري په ځانګړي هدایت ونیول شول.
دوه ورځې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو رسنیزه شوې وه، چې نظامي کسان د یوه هېوادوال ويښتان پرېکوي.
په دې اړه د خوست امنیه قومندان وايي، چې یاده کړنه غیر قانوني او خپلسري وه او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د هېوادوالو  له حیثیت، وقار او انساني کرامت سره  لوبې وکړي.

تړلي موضوعات