۷۲۰ زره لېټره بې کیفیته مایع غوړي یې کشف او نیولي دي

۷۲۰ زره لېټره بې کیفیته مایع غوړي یې کشف او نیولي دي روغتیا
مایع غوړي باید په ځانګړو او مخصوصو المونیمي ټانکرو کې وساتل شي

د خوړو او درملو ملي ادارې په خپله ایکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغه اندازه غوړي په ۹ ټانکرونو کې د بلخ ولایت په یوه سرای کې نیول شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې دغه غوړي د خوړو د خوندیتوب په خلاف د تېلو په ټانکرونو کې ساتل کېدل.

د دې ادارې متخصصین زیاتوي، چې مایع غوړي باید په ځانګړو او مخصوصو المونیمي ټانکرو کې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو او درملو ملي ادارې د غذایي موادو د کیفیت کنټرول لپاره د هېواد په بیلابیلو ګمرکونو او بازارونو کې خپل څارنه زیاته کړې ده.

تړلي موضوعات