د ۱۸ غیري معیاري موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی

د ۱۸ غیري معیاري موټرو ټرانسپورټي فعالیت ځنډول شوی افغانستان
د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۲۸۳موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول کړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د تخنیکي چک پر مهال یې د ۱۸ غیري معیاري موټرو ټرانسپورټي فعالیتونه ځنډولي دي.

یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د تخنیکي خدمتونو د خوندیتوب ریاست د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۲۸۳موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول کړی، چې له دې ډلې یي د ۱۳ موټرو اصلاح وشوه او د ۱۸ نورو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، ټول هغه مسافر وړونکي موټر چې په ټرانسپورټي معیارونو برابر نه وي فعالیت یې ځنډول کیږې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د مسافر وړونکو موټرو د تخنیکي چک په پروسه کې د تخنیکي خدمتونو د خوندیتوب ریاست له لوري د ګڼ شمېر هغو مسافر وړونکو موټرو فعالیتونه ځنډول شوي وو، چې په ټرانسپورټي معیارونو برابر نه وو.

تړلي موضوعات