اسلامي امارت د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې تعقیبوي
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړېوال نندارتون پرانېست غونډه کې صنعت د هېواد پرمختګ مهمه وسیله بللی.
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت د هېواد صنعتي کېدو لپاره مهمې موخې تعقیبوي او هڅه کوي، چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات او محصولات ډېر کړي.
ښاغلي برادر ویلي، دا مهال افغانستان په ۱۳۸ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
ښاغلي برادر صنعت کارانو ته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی.
بلخوا د ریاست الوزرا ادارې مرستیال هم یادو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت هېواد کې د صنعت ودې او د صنعت کارانو لپاره لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي له صنعت کارانو غوښتي، چې د توکو تولید او تورید کې دې نړېوالو معیارونو ته پاملرنه وکړي.