کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلیږي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، تر راتلونکو څو ورځو به کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د میاشتنیو مرستو لړۍ پیل کړي.
یاد وزارت ویلي، هغه کسان چې له وړاندې د دغه وزارت له لوري تثبیت شوي د وري، غویي او غبرګولي میاشتو پیسې ووېشل شي.
د شهیدانو او معلولینو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې به په نوبتي ډول ټول هېواد کې ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي و، د افغانستان حکومت تېر کال په کونډو، یتیمانو او معلولینو ۱۲.۵ میلیارده افغانۍ وېشلې دي.