د رئیس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۲۱مه غونډه؛ د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تائید شوې

د رئیس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۲۱مه غونډه؛ د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تائید شوې افغانستان

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۱مه غونډه د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې، چې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو په کې بحث او پرېکړې شوې دي.

د کابینې یاده غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تائید او د ۴۰ سلنې فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تائید وړ ګڼل شوې.

همداراز دې غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور تائید شوی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه خپلې چارې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او پرمخ یوسي.

یاده دې وي، چې د افغانستان د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې دا غونډه تېره ورځ د غبرګولي په پنځمه نېټه ترسره شوې ده.

تړلي موضوعات