په نوې یاري اور؛ د بغاوتګرو له لوري داعش لپاره د همغږۍ مسؤل وژل شوی

په نوې یاري اور؛ د بغاوتګرو له لوري داعش لپاره د همغږۍ مسؤل وژل شوی افغانستان

هندوکش وېبپاڼې د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ځانګړو ځواکونو بدخشان ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیدالله په نوم د بغاوتګرو هغه مهم غړی وژلی چې د باغیانو له لوري داعش سره د همغږۍ لپاره ټاکل شوی و.

هندوکش وايي، چې وژل شوی باغي بهر کې د احمد مسعود په نوم د دوی مشر لخوا ټاکل شوی و، چې یو ملګری یې ژوندی هم نیول شوی دی.

یاده سرچینه د امنیتي سرچینې له قوله وايي، چې زیدالله تازه بدخشان ولایت ته داخل شوی و او د‌ پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه بدخشاني داعشي صبغت الله سره چې د داعشي خوارجو له لوري له بغاوتګرو سره د همغږۍ لپاره معرفي شوی و په اړیکه کې و.

د امنیتي سرچینې په خبره، دوی غوښتل په بدخشان کې یو لړ تخریبي کړنې سرته ورسوي چې مخکې له مخکې کشف او د ځانګړو ځواکونو له لوري له منځه یوړل شول.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، بغاوتګر چې ځانته مقاومت جبهه وايي او داعشي خوارج دواړه د بهرنیو استخباراتو پروژې دي، چې غواړي افغانستان کې د شته اسلامي نظام، شته امن او افغانانو هوسا ژوند پر وړاندې مزاحم شي، خو د دوی په خبره، چې د دواړه پروژو وروستۍ سلګۍ دي او غړي یې ټول له افغانستان څخه تښتېدلي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ویلي و، چې داعش غړي اوس بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې مېشت شوي او نظامي مرکزونه ورته جوړ شوي، هغه چې اسلامي امارت په کلکه له پاکستان غوښتي چې مخه یې ونیسي.

تړلي موضوعات