امنیتي ځواکونو پکتیا ولایت کې د ننۍ پېښې تورن قاتل نیولی

امنیتي ځواکونو پکتیا ولایت کې د ننۍ پېښې تورن قاتل نیولی افغانستان

د پکتیا ولایت امنیتي مسؤلین خبر ورکوي، چې امنیتي ځواکونو هغه تورن قاتل لاس په لاس نیولی، چې یو تن هېوادوال یې په مرموز ډول وژلی و.

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې تورن کس نن ورځ شاوخوا ۹ بجې او ۳۰ دقیقې د مرکز ګردېز په بلند منزلو ساحه کې یو تن تر لفظي شخړې وروسته په مرموز ډول وژلی و.

د پکتیا امنیه قومندانۍ مسؤلین وايي، چې نیول شوی کس به تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته قاتلین له څو محکمو وروسته د شریعت مطابق قصاص کیږي، چې عام خلک د شرعي حدودو نفاذ د ټولنې نظم خوندیتوب لپاره ډېر اړین او ګټور بولي.

تړلي موضوعات