کابل کې د نشـه يي توکو پـه تړاو ۴۹ کسان نیـول شـوي
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل ولایت کې د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او انتقال په تړاو ۴۹ کسان نیول شوي دي.
د یاد وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، دا کسان د کابل ښار له مختلفو ناحیو څخه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
یاده حکومتي سرچینه زیاتوي، چې دې تورنو کسانو څخه ۱۲۶۸ عدده نشه يي ګولۍ، ۲ کیلوګرامه چرس، څه اندازه هیرویینو شیشې، الکولي مشروبات او ډول ډول نشه یي توکي ترلاسه شوي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په خبره چې نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د نشه يي توکو په کر، خرڅلاو او انتقال باندې کلک بندیز ولګېد، چې اوس یې پېښې تر ټولو ټیټې کچې ته را رسېدلې.