افغان او هالنډي چارواکو کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو خبرې وکړې

افغان او هالنډي چارواکو کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو خبرې وکړې افغانستان
د افغانستان کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت

کډوالو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمد الحق احدي د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت مهاجرینو او بې ځایه شویو رئیس وارنر رولوفس سره کتلي.

کډوالو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې د افغان مهاجرینو د راستنېدنې او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وشوې.

ناسته کې ښاغلي احدي ویلي، چې اسلامي امارت راستانه شویو ته د باعزته او خوندي راستنېدنې په موخه هڅې روانې دي.

د ناستې په مهال هالنډي لوري ژمنه کړې، چې د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه به وهڅوي، ترڅو د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو د ملاتړ لپاره افغانستان ته راشي او په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

تړلي موضوعات