په ۱۷ ولایتونو کې د باران اټکل
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی، چې سبا دوشنبه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل دی.
د هوا پېژندنې یادې ادارې زیاته کړې، چې د باران اټکلي کچه په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.
یاد وزارت ویلي، چې همدارنګه په ختیځو، شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو ، خاورو او دوړو پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یاد خبرداری نږدې ۵ ساعته وړاندې خپور کړی او ویلي یې دي، چې تر سبا دوشنبې ورځې تر پایه پورې د اعتبار وړ دی.