کابـل کې به ډېر ژر پـر کډوالو ځمکې ووېشـل شـي
د کابل ولایت مقام مسؤلینو خبر ورکړی، چې د کابل په بتخاک او ارغندۍ سیمو کې راستانه شویو کډوالو لپاره ځمکې ځانګړې شوې دي او نږدې راتلونکي کې به پر مستحقو کډوالو ووېشل شي.
د یاد ولایت مقام رسنیز دفتر نن ویلي، چې د کډوالو لپاره د ځمکو وېش کمېټې غونډه نن د کابل مرستیال والي ملا محمد یونس مخلص په مشرۍ ترسره شوې چې د ګڼو حکومتي ادارو مسؤلینو په کې ګډون درلود.
مرستیال والي دې غونډه کې ویلي، چې د ځمکو د وېش له بشپړېدو وروسته باید د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي، څو کډوالو ته د ژوند لومړني او ضروري شرایط برابر شي.
ښاغلي مخلص زیاته کړې، چې اړوندې ادارې باید په بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره همکاري وکړي او د کډوالو لپاره لومړنۍ اسانتیاوې لکه کلینیکونه، ښوونځي، جوماتونه، د څښاک پاکې اوبه، برېښنا او سړکونه په معياري ډول برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې له پاکستانه د کډوالو جبري ایستلو دویمې څپې پیل وروسته اسلامي امارت د ټولو افغان کډوالو تود هرکلی وکړ او د هغوی لپاره یې د دایمي او موقتي سرپناه لپاره ګڼ عملي اقدامات وکړل، چې ښه بېلګه یې د ګڼو ښارګوټو جوړول او کډوالو ته د ځمکو وېش دی.