کډوالو چارو وزارت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه ویلي، د افغان پراختیایي او ایپک انټرنشنل موسسو سره د څه باندې ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یادو هوکړو له مخې به یادې موسسې دا پیسې د مشورتي خدمتونو او مشورې ورکولو، د مهاجرینو په ښارګوټو کې د څښاک د پاکو اوبو او په کابل، نیمروز، کندهار، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو د ګومارنې په برخه کې مصرف کړي.
وزارت وايي، د دې پروژو له بشپړېدو سره به ۸۰ راستنې شوې، بې ځایه شوې او اړمنې کورنۍ برخمنې شي.