د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په موخه پنځه هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په موخه پنځه هوکړې لاسلیک شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او روسیې ترمنځ هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د کازان ناستې پای کې په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم نامې لاسلیک شوې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د کابل او مسکو د یو شمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ افغانستان کې نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او د سیمه ییزې سوداګرۍ او صنعتي – لوجسټیکي کمپلیکس جوړولو برخو کې لاسلیک شوې دي.

د روسیې کازان ښار کې د نړېوال اقتصادي فورم ۱۶ غونډه تېره ورځ پای ته ورسېده دې غونډه کې د افغانستان اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي ګډون کړی.

تړلي موضوعات