د کابل، بیجینګ او اسلام اباد ترمنځ د بانکي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د افغانستان، چین او پاکستان استازو ترمنځ درې اړخیزه سوداګریزه ناسته شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دې ناسته کې درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې جذب او د ګډو پروژو په پلي کولو خبرې شوې دي.
همداراز یاده ناسته کې په افغانستان کې د ګډو صنعتي پارکونو، د ځانګړو اقتصادي زونونو، د صادراتو د پروسس ګډو مرکزونو، د درې اړخیزو سوداګریزو نندارتونونو، افغانستان کې د کوچنیو او متوسطو متشبثینو د ملاتړ مرکز او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې اترې شوې دي.
یاده درې اړخیزه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین او پاکستان د سوداګرۍ وزیرانو ته د همکاریو د پراختیا په موخه کابل ته د راتګ بلنه ورکړې.
دغه ناسته وروسته له هغې کیږي، چې بهرنیو چارو وزارت کې هم د افغانستان، چین او پاکستان د استازو په ګډون درې اړخیزه ناسته وشوه، چې په مهمو سیاسي او اقتصادي مسائلو باندې بحث وشو.