میرویس عزیزي هېواد کې لس میلیارده ډالر پانګونه کوي

میرویس عزیزي هېواد کې لس میلیارده ډالر پانګونه کوي بیارغونه او پراختیا
میرویس عزیزي

ملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي خبر ورکړی، چې نژدې راتلونکي کې به افغانستان کې لس میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

ښاغلي عزیزي هرات ولایت ته سفر کې یوې غونډې ته ویلي، چې دا پانګونه به د اوسپنې پټلۍ او انرژي برخو کې وي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې اوس هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده او د لویو پروژو پیلېدو سره به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

د میرویس عزیزي په خبره، چې دا پانګونه بې سارې ده او تر اوسه پورې هېواد کې چا په دومره لویه کچه پانګونه نه ده کړې.

تړلي موضوعات