پر اسرائیلي اشغالګرو تازه کمین؛ ۳ پوځیان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

پر اسرائیلي اشغالګرو تازه کمین؛ ۳ پوځیان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي نړۍ

د قدس خبري شبکې تازه خبر ورکړی، چې د حماس جهادي غورځنګ نظامي څانګې القسام ځواکونو پر اسرائیلي اشغالګرو د دوشنبې په ماښام برید کړی دی، چې ۳ اسرائیلي پوځيان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

قدس د ځايي سرچینو له قوله ویلي، چې القسام ځواکونو د غزې جبالیا کمپ ختیځ کې د اسرائیلي پوځيانو په یوه ټولي لومړی ځای پرځای شوی ماین وچاوه او له هغې وروسته یې راکټي بریدونه پرې وکړل.

یاده سرچینه زیاتوي، چې دا اشغالګر سرتېري د جفعاتي لوا وو او دې برید کې د دوی یو پوځي موټر هم په نښه شوی دی.

بلخوا القسام ویلي، چې جبالیا کمپ ختیځ کې پر اسرائیلي اشغالګرو باندې له ډېرې نږدې فاصلې بریدونه کوي، چې درنه مرګ ژوبله ورته اړوي او نښتې روانې وي.

یاده دې وي، چې د طـ. وفان الاقصی عملیاتو وروسته د حماس جهادي غورځنګ او فلسطین جهادي غورځنګونو ځواکونو لخوا زرګونه اسرائیلي اشغالګر وژل شوي، ټپیان شوي او معلول شوي دي.

تړلي موضوعات