د کونړ شلتن ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز جوړېږي
د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ رودو کلي کې د ملګرو ملتونو کډوالو چارو ادارې (UNHCR) په مالي ملاتړ د کونړ روغتیا ریاست په چوکاټ کې د ۱۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص ویلي، د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې به په ۹ میاشتو کې بشپړې شي، چې ۳۰ زره خلکو ته به روغتیايي خدمات په کې وړاندې کېږي.
په یاد روغتیايي مرکز کې شل خونې، لابراتوار، زېږنتون، درملتون، تشنابونه، ژورې څاه ګانې، د اوبو منظم سیسټم، احاطوي دېوال او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.