مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د افغان کډوالو حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي

مولوي امیرخان متقي: پاکستان دې د افغان کډوالو حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي سیاست
له پاکستاني سیال سره د بهرنیو چارو وزیر کتنه


د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره کتنه کې د کډوالو په ستونزو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اېستنه خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې.

یاد وزارت ویلي، مولوي امیرخان متقي له پاکستاني پلاوي غوښتي، چې هلته د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

ها خوا د پاکستان پلاوي مشر افغان کډوالو سره د ناوړه چلند نه کېدو برخه کې د جدي ګامونه د اخېستلو ډاډ ورکړی.

اسحاق ډار ویلي، د افغان کډوالو شتمني او جایدادونه د هغوی ملکیت دی او اجناس یې هیڅوک نشي ګرځولی او ژمنه یې کړې، چې امنیتي ارګانونه به یې دې برخه کې د هر ډول خپلسریو مخنیوی کوي.

د یادونې ده، چې دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په ذکر شویو موضوعاتو د تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ټاکلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو د هواري په لارو چارو هم هوکړه شوې.

#حریت_راډيو

 ویب سایټ: https://hurriyat.net

تړلي موضوعات