د روسیې بهرنیو چارو وزارت: د روسیې وروستی اقدام د کابل او مسکو ترمنځ بشپړ مشارکت ته لار هواروي

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: د روسیې وروستی اقدام د کابل او مسکو ترمنځ بشپړ مشارکت ته لار هواروي سیاست
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم لرې کول کابل سره د روسیې د بشپړ مشارکت لپاره لاره هواروي.

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو ډلو نوملړ ته وراضافه کړ.

خو د ۲۰۲۴م کال ډسمبر پر ۲۸مه نېټه د روسیې فدرالي قانون FZ 513 له مخې د دغه هېواد سترې محکمې پرېکړه وکړه، چې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت نوم پر ایستلو غور کوي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت تازه په دغه اړه یوه اعلامیه خپره کړې، په کې ویل شوي، روسیه چمتو ده له افغانستان سره د نشه‌یې توکو قاچاق او ترهګرۍ پرضد مبارزې په ګډون په ټولو برخو کې متقابلې ګټورې اړیکې جوړې کړي.

د افغانستان جغرافیایي موقعیت بیا د سیمې اقتصاد لپاره بله هغه موضوع ده، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري خبرپاڼه کې ویل شوي، مسکو غواړي دغه برخه کې هم اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي مسکو غواړي د انرژۍ او بنسټيزو پروژو پلي کېدو برخه کې اسلامي امارت سره کار وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ پنجشنبه ناوخته د دغه هېواد سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د هغو سازمانونو له ډلې لرې کړ، چې پر فعالیتونو یې بندیز لګېدلی.

تړلي موضوعات