د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته راځي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته راځي سیاست
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یاد هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د پاکستان لوړپوړی پلاوی به سبا شنبه کابل ته راشي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، دغه پلاوی به د اسلامي امارت رئیس الوزراء، اقتصادي مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره دوه اړخیزو اړیکو او نور مهمو موضوعاتو خبرې اترې ولري.

تر دې وړاندې ارګ کې سرچېنو حریت راډیو ته ویلي و، چې ښایې د پاکستان دغه لوړپوړی پلاوی به نن ناوخته کابل ته راشي او افغان چارواکو سره به د کډوالو بیرته رستنېدنې پروسې په ګډون د دواړو هېوادونو په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي.

د یادونې ده چې د پاکستان د لومړۍ درجې دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته رسمي سفر کوي، چې اسلام اباد له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي کوربه دی.

تړلي موضوعات