د امریکا انرژۍ وزیر: امریکا او سعودي عربستان د ملکي اټومي تړون ته نږدې شوي
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رائټ پرون یکشنبه د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې ویلي، امریکا او سعودي عربستان د غیر پوځي اټومي تړون او د یاد صنعت پراختیا لپاره یو ابتدايي تړون لاسلیک کړی.
دغه امریکايي چارواکي د یاد تړون د مودې او شرایطو په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو زیاته کړې ده، چې دا تړون به د سعودي عربستان د ملکي اټومي وړتیاوو په پراختیا کې مرسته وکړي.
رویټرز خبري اژانس د کېدونکي تړون په اړه لیکلي، رائټ د همدې تړون په موخه له خپل سعودي سیال شهزاده عبدالعزیز بن سلمان سره لیدلي او زیاته کړې ده، چې ریاض او واشنګټن دغه تړون ته نږدې شوي.