لغمان کې ۲۴۴ بېلابېلي پراختیایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

لغمان کې ۲۴۴ بېلابېلي پراختیایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د لغمان ولایت علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې یې د ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴۴ پراختیایي پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارلې.

د دغو پروژو د پرانېستي پرمهال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده ویلي، افغانان لا ډېر کار او خدمت ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیايي پروژې پلي کړي او ستونزې یې ور حل کړي.

یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول، کرنیزو کانالونو جوړول، د پلې تګ لارې، محافظوي دېوالونو او پلونو او پلګوټو جوړول شامل دي.

دغه راز د ٢٩٥ میلیونه افغانیو په لګښت سره د ۱۶۱ نورو پروژو چارې پیل شوې.

دغه پروژې داسې مهال بشپړېږي، چې څو ورځې وړاندې د یاد وزارت له لوري د پکتیا زرمت ولسوالۍ او کاپیسا ولایت کې د خلکو لومړیتونو ته په کتو لسګونه پراختیايي پروژې پیل شوې.

تړلي موضوعات