کندهار امنیه قومندانۍ کې زړو مهماتو چاودنه کړې
د کندهار ولایت مقام ویاند محمود عزام رسنیو ته تائید کړې، چې نن پنجشنبه سهار د کندهار امنیه قومندانۍ کې زړو مهماتو چاودنه کړې ده.
بلخوا د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد ویلي، دغه پېښه نن سهار د کندهار امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند یوه کانټینر کې د زړو مهماتو د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
ښاغلي جمشېد ویلي، د دې چاودنې له کبله څلور تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.