پاکستان دې د کډوالو شتمني نه لوټي او هغوی دې د سیاسي ابزار په توګه نه کاروي

پاکستان دې د کډوالو شتمني نه لوټي او هغوی دې د سیاسي ابزار په توګه نه کاروي افغانستان
د پاکستان پولیسو کډوالو سره ناوړه چلن

د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پاکستان کې افغان کډوال له کورونو، هټیو او بازارونو په غیري قانوني ډول نیول کیږي او په زوره زندانونو ته تر وړل کېدو وروسته اړ ایستل کیږي، چې افغانستان ته ستانه شي.

د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان حکومت دغه چلند غندلی.

په خبرپاڼه کې راغلي، له افغان کډوالو سره زیاتی کیږي د هغوی شتمني لوټل کیږي او د کورونو اسباب ترېنه ایسارېږي، چې دا د هر ډول اسلامي او انساني اصولو او نړېوالو قوانینو خلاف عمل دی.

یاد وزارت د پاکستان حکومت څخه هیله ښودلې، چې د کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلند پای ته ورسوي او هغوی دې د سیاسي موخو لپاره نه کاروي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې اسلامي امارت د بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی، خو له هغوی سره د ګاونډیو ناوړه چلند د منلو او تحمل وړ نه دی.

خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت همداراز غوښتنه شوې، چې کډوالو ته هېواد ته د خپلو شتمنیو، مالونو او د کور اسبابو د رالېږدولو اجازه ورکړي.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت داسې مهال په دې اړه اندېښنه ښودلې، چې تېره ورځ هم شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په جبري ډول له پاکستان را ایستل شوې، او د هغوی شتمنۍ او مالونه ترې ګرځول شوي دي.

تړلي موضوعات