سعودي عربستان ته د افغان وزیر سفر او تود هرکلی یې!
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سعودي عربستان ته په سفر تللی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې د سعودي عربستان چارواکو لخوا د افغان وزیر دروند استقبال او عالي پروتوکول د یاد هېواد د ښه نېت او ښو اړیکو څرګندويي کوي.
د اسلامي امارت ویاند په خبره، دا سفر د دواړو هېوادونو د نېکو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
بلخوا ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي وزیر د دې سفر او عمرې ادا کولو هغه انځورونه ډېر لاس په لاس کېږي چې نوموړي ته د سعودي چارواکي تود هرکلی وايي او پروتوکول رعایت کوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې عمان هېواد ته په رسمي سفر تللی و، چې هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کړې وې.