ارګ: د کډوالو جبري ستنېدنه د دواړو هېوادونو په زيان ده

ارګ: د کډوالو جبري ستنېدنه د دواړو هېوادونو په زيان ده افغانستان
انځور حریت راډیو

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراﺀ ملا محمد حسن اخند په مشرۍ له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري راستنېدو په اړه ځانګړې ناسته شوې. 

ارګ ويلي، دې ناسته کې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او د کابينې نورو غړو هم ګډون کړى وو. 

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، ناسته کې کډوالو سره ناسم چلند او د ټولو اصولو په خلاف په جبر بيرته راستنول په کلکو ټکو وغندل شول او دغه کړنه يې د نړېوالو اصولو او ګاونډيتوب د حقونو خلاف وبلله. 

همداراز دې ناسته کې د پاکستان له ولس، سياسي ګوندونو، علماوو او بانفوذه شخصیتونو غوښتنه شوې، چې دې برخه خپل اسلامي او د ګاونډيتوب مسئولیت ادا کړي. 

د ناستې ګډونوالو له پاکستان سره په ښو اړيکو ټينګار کړى، خو دا ډول ناسمې کړنې يې د دواړو هېوادونو په زيان بللې دي. 

غونډې کې پر ملګرو ملتونو او نړېوالو سازمانونو هم غږ شوى، چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د افغان کډوالو په با عزته توګه را ستنېدو کې خپل مسئولیت ادا کړي.

ياده ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې له خپلو ټولو امکاناتو پوره استفاده وکړي، څو بيرته راستنېدونکو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې، موقت استوګنځي او خدمات برابر شي.

تړلي موضوعات