د کار او ټولنیزو چارو وزیر: د بې کارۍ کچې ټیټولو او ځوانانو لپاره کارموندنې ته ژمن یوو
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان لپاره د کار نړېوال سازمان نوي رئیس سره کتلي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې دواړو لوریو د غوره کار ترویج، کارموندنې، فني او مسلکي زده کړو پراختیا، ځوانانو ته د کاري بوختیاوو او فرصتونو برابرول او د کار بازار په ښه والي خبرې کړې.
ملاعبدالمنان عمري ویلي، دغه وزارت ژمن دی هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي او ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونه رامنځته کېدو ترڅنګ له هېواده بهر د افغان ماهرو کارګرو قانوني استولو ته زمینه برابره کړي.
د کار نړېوال سازمان نوي رئیس هم ویلي، یاد وزارت سره به په مختلفو برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.