د ناټو غړو ته د روسیې ګواښ؛ ولې یې پولنډ او بالتیک هېوادونه د هدفي لېست په سر کې دي؟

د ناټو غړو ته د روسیې ګواښ؛ ولې یې پولنډ او بالتیک هېوادونه د هدفي لېست په سر کې دي؟ سیمه
انځور ارشیف

د روسیې د بهرنيو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین پرون سه شنبه ګواښ کړی، چې کورنیو چارو کې د ناټو لاسوهنې په صورت کې به بالتیک هېوادونه او پولنډ په نښه کړي.

 د الجزیرې انګلېش راپور کې راغلي، د نوموړي دغه څرګندونې له روسیې څخه جلا شوي هېوادونو بیا خپلولو ته اشاره ده.

 سرچینه زیاتوي، د نوموړي دغه څرګندونې احتمال لري دا اندېښنه راپورته کړي، چې روسیه کولای شي له اوکرایین وروسته نور اروپايي هېوادونه ته هم ګواښ شي.

 راپور کې راغلي، د استخباراتو مشر د روسیې او بیلاروس پولو ته نږدې د ناټو پوځي فعالیتونو زیاتوالی په اروپايي وچه کې اوسنی لوی خطر بللی دی.

  روسان د یادو څلورو هېوادونو څخه څه غواړي؟

 د روسیې بهرني استخباراتو مشر په یاده مرکه کې ویلي، پولنډ، لیتوانیا، لاتویا او استونیا ( بالتیک هېوادونه) تېری کوي او په دوامداره توګه په خپلو خبرو کې وسلې ښوروي او زیاتوي، چې دا تېری به د ناټو ټول بلاک ته زیان ورسوي.

 نوموړي دغه ګواښ وروسته له هغې کړی، چې د فرانسې ولسمشر وړاندیز کړی و، چې هېواد به یې د پولنډ اټومي ځواک په برخمنېدو کې مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې روسي ځواکونو څو ځله ادعا کړې، چې پولنډ پلان لري د دوی پر پولو شاوخوا دوه میلیونه د ټانګ ضد ماینونه ښخ کړي، خو روسان یې مخنیوی غواړي.

 په همدې موخه پولنډ او بالتیک هېوادونو تېره میاشت اعلان کړی و، چې د روسیې له لوري له یرغل وېره لري او له امله د اوټاوا کنوانسیون، چې له مخې یې د ځمکنیو ماینونو کارول منع کوي، ترې ووځي.

 یاده دې وي، چې دې حال کې ناریشکین ټینګار کړی، د ناټو له ملاتړ برخمن پولنډ او بالتیک هېوادونه به دوی ته د لومې جوړولو په موخه تر ټولو لومړی او ډېر زیانمن شي.

تړلي موضوعات