د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: یوناما دې د اسلامي شریعت پر قوانینو له نیوکې په جدي ډول ځان وساتي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قصاص شرعي حد د تطبیق اړوند د یوناما غیري مسئولانه څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د قصاص الهي حکم عملي کېدو په اړه د یوناما څرګندونې غیري مسئولانه او له اسلامي احکامو پر ناخبري ولاړې دي.
یاد وزارت غوښتنه کړې، چې د اسلامي شریعت پر احکامو د یوناما نیوکه یو غیري مسئولانه او د یوناما ماموریت خلاف د نه زغم عمل دی، چې باید راتلونکې کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دا غبرګون ښودلی، چې د اسلامي امارت لخوا بادغیس، نیمروز او فراه ولایت کې په څلور تنو د قصاص حکم تطبیق شو، چې یوناما په غبرګون کې د قصاص درېدو غوښتنه وکړه او دا یې غیري عادلانه بللی و.