افغان پلاوی د مهمو موضوعاتو د حل په اړه پاکستان ته لاړ
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په سفر راون شو.
په دغه سفر کې د ښاغلي وزیر سره د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې لوی ریاست اړوند پانګونې د اسانتیا ریاست، بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو چارو، ټرانسپورټ او هوایي چلند، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي هم ملتیا کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، ترانزېټ او لېږد رالېږد په لاره کې د پرتو خنډونو څېړل او لرې کول او همدارنګه په پاکستان کې د پرتو افغان کډوالو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې اترې دي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې هم مهاله د د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازي په مشري لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی، چې ټاکل شوې د ګډې کمېټې ناسته کې ګډون وکړي.