د ازبکستان ولسمشر: اسلامي امارت سره رغوونکې خبرې مهمې دي

د ازبکستان ولسمشر: اسلامي امارت سره رغوونکې خبرې مهمې دي سیاست
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف تاشکند کې یوې نړېوالې غونډې ته خبرو کې له افغانستانه د نړېوالې ټولنې په ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلي مرضیایف افغانستان له مرکزي اسیا نه بېلېدونکی هېواد بللی او اسلامي امارت سره یې رغوونکې خبرې اړینې بللې دي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سعودي عربستان جدې ښار کې یو غونډې ته ویلي، د متوازن سیاست له لارې له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره د اړیکو په لټه کې دي.

د یادونې ده، تېرو نږدې څلورو کلونو کې افغان چارواکو تل ټینګار کړی، چې ټولو هېوادونو سره یې د خبرو لپاره دروازې پرانېستې دي او د نړېوالو سره د متقابل احترام ولاړو اړیکو جوړولو غوښتونکي دي.

تړلي موضوعات