د کونړ دانګام کې د دفاع وزارت له لوري یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کونړ ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ دوبند سیمه کې تازه جوړ شوی کانکریټي پل نږدې ۳۱ متره اوږدوالی لري چې لګښت یې د ملي دفاع وزارت له لوري ورکړل شوی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دغه پل څه باندې ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې پرون یې د پرانېستې مراسم ترسره شوي دي.
سرچینه وایي، زرګونه کورنۍ یې له اسانتیاوو برخمنې شوې.
د دې پل په تړاو جوړ شویو مراسمو کې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه، د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو قومندان مولوي عبدالبصیر ابو دجانه د دانګام ولسوال او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د کونړ والي د یادې پروژې په بشپړېدو خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د بنیادي پروژو پلې کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی، په خبره یې، د اسلامي امارت چارواکي ټول د هېواد ابادۍ او د خلکو ستونزو د حل په برخه کې ژمن دي.
یاده دې وي، چې په شاوخوا درې نیمو کلونو کې هغو سیمو ته چې تر دې وړاندې له پامه غورځېدلې وې دا مهال یې د ستونزو د حل په برخه کې اسلامي امارت نه ستړې کېدونکې هڅې ترسره کوي.