اميرخان متقي استانبول کې افغان قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې

اميرخان متقي استانبول کې افغان قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې افغانستان
مولوي امیرخان متقي استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ ډیپلوماټانو سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې استانبول ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ څخه لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې ښاغلي وزیر د قونسلګرۍ ډیپلوماټانو او کارمندانو ته د لا ښه خدمت ترسره کولو سپارښتنې وکړې او دوی ته یې په ټینګار وویل، « چې موږ د ټول افغان کړېدلي ولس خادمان يو، نو پکار ده چې له هېواده بهر خپلو وطنوالو او مراجعینو ته له هر ډول توپیر پرته خدمات په ډېر ښه او شفاف ډول وړاندې کړو ترڅو مو خپله ديني او ملي وجيبه ترسره کړې وي.»

بلخي زیاتوي، د قونسلګرۍ مسؤلینو دې کتنه کې ژمنه وکړه، چې پرې شوی باور به ساتي او خپله ټوله انرژي او شته مسلکي بشري ځواک به د هېوادوالو د خدمت او وطن د ترقۍ لپاره مصرفوي.

یاده دې وي، چې بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ترکیې ته د مولوي امیرخان متقي د سفر خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات