د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلېږي
د کام ایر هوايي شرکت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پیل به د کام ایر هوايي شرکت له لوري د روانې قوس میاشتې په ۲۷ مه نېټه وشي.
په خبر پاڼه کې راغلي، دغه شرکت به په اوونۍ کې یو ځل د سه شنبې په ورځ له کابل دوحې ته الوتنې ولري.
تر دې وړاندې د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي و، چې له قطر سره د مستقیمو الوتنو لپاره هوکړه لاسلیک شوی دی.