هېواد کې د لیتیم او یورانیم کانونو څېړنه کېږي

هېواد کې د لیتیم او یورانیم کانونو څېړنه کېږي افغانستان
هېواد له کانونو د کانونو او پټرولیم وزیر لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کان څخه لیدنه کړې.

 نوموړي د یاد کان د سروې په موخه د انجنیري ټیم ته سپارښتنه کړې، چې د دې کان څېړنه وکړي.

 د کانونو وزیر د دې ترڅنګ د هلمند خانشین یورانیمو او دېشو ولسوالۍ د بېلابېلو کاني سیمو هم لیدنه کړې او د دغې کان د سروې په اړه یې لازمې سپارښتنې کړې دي.

 دا په تېرو څو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د هېواد د یورانیمو او لیتیمو کانونو په اړه څېړنې کیږي.

تړلي موضوعات