د کورنیو چارو وزیر د اساهي کورنۍ سره د خواخوږي لپاره پلاوی استولی

د کورنیو چارو وزیر د اساهي کورنۍ سره د خواخوږي لپاره پلاوی استولی افغانستان
د کورنیو چارو وزیر له لوري د اساهي کورنۍ ته ورغلی پلاوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په لارښوونه یو پلاوی د بدن ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي کورنۍ ته ورغلی او خواخوږي یې ورسره کړې ده.

 ښاغلي قانع ویلي، د کورنیو چارو وزیر د خواخوږۍ ترڅنګ د اساهي کورنۍ سره نغدي مرسته هم کړې ده.

 د اساهي کورنۍ ته ورغلي پلاوي د ورزش د دې اتل مړینه د افغانستان ورزشي ټولنې لپاره ستره ضایع بللې ده.

 د یادونې ده، چې علي رضا اساهي د نړۍ بدن ښکلا دوه مرتبې اتل د روانې سلواغې میاشتې په څلورمه نېټه د زړه حملې له کبله کابل کې ومړ.

تړلي موضوعات