د پاکستان زندان څخه خوشې شوي ۹۱ افغانان هېواد ته را ستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه وايي، دغه تازه راخوشي شوي ۹۱ کسان پرون او وړمه ورځ هېواد ته را ستانه شوي.
وزارت زیاته کړې، دغه کډوال چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله نیول شوي و د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته را ستانه شوي.
سرچېنه وايي، دغه ۹۱ کسان له ۲ تر ۲۷ ورځو د حاجي کیمپ زندان کې بندیان و چې د اسلامي امارت په هڅو راخوشي او د بشري مرستو د تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږدول شوي دي.