روانه میاشت کې به د ټولو امارتي کارکونکو معاشات ورکړل شي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد تازه په اېکس پاڼه ویلي، مالیې وزارت ډاډ ورکوي چې د روانې دلوې میاشتې په اوږدو کې به د ټولو ۱میلیون ۴۰ زره امارتي کارکونکو معاشات ورکړل شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د هېواد بودیجه له داخلي سرچېنو تمویلیږي او په بهرنیو مرستو نه ده مشروطه.
نوموړي د ډاډ په ډول ویلي، هېڅوک دې د معاشاتو په اړه اندېښنه نه کوي.
دغه ډاډ داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکي حکومت د بودیجې له کسر سره مخ دی او د دولتي کارکوونکو معاشونه به په وخت ورنه کړل شي.