حماس نن د درې اسرائيلي زندانیانو په ګډون ۸ بندیان خوشې کوي
سي اېن اېن عربي څانګې تازه د نتنیاهو دفتر د معلوماتو په حواله ویلي، حماس غورځنګ به نن پنجشنبه د درې اسرائیلي بندیانو تر څنګ پنځه ټایلنډیان هم خوشي کړي.
سرچېنې زیاته کړې، چې په دغه تبادله کې اربیل یهود ۲۹ کلنه، اګام بیرګر ۱۹ کلنه او ګاډي موسیس ۸۰ کلن سړی خوشې کیږي خو د ټایلنډیانو نومونو په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د دغې دریېمې تبادلې په صورت کې به ۱۱۰ تنه فلسطیني وګړي هم خلاص شي.
شرق الاوسط عربي رسنۍ ویلي، له اسرائیلو څخه د ۱۱۰ تنو فلسطینیانو له ډلې ۳۲ تنه د عمري قید بندیان دي چې خوشې کیږي.
د راپورونو په اساس، دواړه لوري به دغه بندیان منځګړو ته سپاري او وروسته له هغې به ټاکلو ځایونو ته وړل کیږي.
تر دې وړاندې له اسرائیلي زندانونو د ۲۹۰ فلسطینیانو خوشي کېدو په بدل کې ۷ اسرائیلي ښځې خوشې شوې دي.