له پخوانیو سیاسیونو او زورواکو د برېښنا لګښت ۳۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې شوې

له پخوانیو سیاسیونو او زورواکو د برېښنا لګښت ۳۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې شوې افغانستان
د افغانستان برېښنا شرکت

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په اېکس پاڼه وایي، له پخوانیو سیاسیونو او زوراکو د برېښنا لګښت ۳۲۲ میلیونه افغانۍ راټولې شوې.

 

نوموړي زیاته کړې، د یاد شرکت له لوري د برېښنا په برخه کې هغو پوروړو ته چې په یو ځل د پور ټولې پیسې نشي تحویل کولی د قسطونو زمینه برابره کړې.

 

یاده دې وي، چې برېښنا شرکت داسې مهال له زورواکو د برېښنا لګښت پیسې راټولوي چې د تېرې ادارې په مهال یې د برېښنا په برخه کې د میلیونونو افغانیو لګښتونه نه و تحویل کړي.

تړلي موضوعات