د افغانیو ثبات ساتنه؛ حکومت سبا ۲۷ میلیونه ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې غواړي سبا چهارشنبه د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې، چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانیو ثبات هڅو په دوام د افغانستان بانک وړمه ورځ هم ۲۵ میلیونه ډالر لیلام کړي وو.
یاده دې وي، چې د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتل خپل لومړیتوب بولي او د ګټورو لارو چارو په وسیله توانېدلي چې د افغانیو ارزښت وساتي.