د ټاپ -۵۰۰ پروژې عملي چارو پیل په موخه درې اړخیزه ناسته شوې
د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د اوبو او انرژۍ وزارت، برېښنا شرکت، د ترکمنستان انرژۍ وزارت او ترکیې هولډنګ چالک شرکت د استازو په شتون کې د ټاپ – ۵۰۰ پروژې د عملي چارو د پیل په موخه درې اړخیزه ناسته شوې.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ناسته کې د ټاپ -۵۰۰ پروژې عملي چارو پیل طرحې او د تخنیکي کمېټو تر منځ په منظمو ناستو هوکړه شوې.
د ټاپ – ۵۰۰ د ترکمنستان د برېښنا پروژه ده، چې په لوړ تناژ برېښنا د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې پاکستان ته انتقالوي، چې کورنیو اړتیاوو د برابرولو سربېره افغانستان به هر کال د ټرانزیټ له درکه د پام وړ عواید ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت تېرو درېیو کلونو کې هڅه کړې څو هغه سترې سیمه ییزې پروژې چې کلونه یې خلک د کارونو پیل ته په تمه و عملا پیل کړي.